امنیت

د آيساف يو سرتيرى د افغانستان په لويديځ کې ووژل شو

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٢٥
د آيساف يو سرتيرى د افغانستان په لويديځ کې ووژل شو.
په هغې خبرپاڼه کې چې په کابل کې د آيساف د ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا باختر آژانس ته ليږل شوې ده؛ ويل شوي دي چې د آيساف دغه سرتيرى د ملي اردو په جامو سمبال سړي له خوا وژل شوى دى .
د آيساف په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې د دغې پيښې په باب يې له افغان پوځيانو سره ګډې څيړنې پيل کړې دي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې ده چې دغه پيښه د دوى په دريځ باندې اغيزه نه لري او د افغان ملي ځواکونو روزنې، سلامشورو او د همکارۍ ماموريت ته دوام ورکوي.
که څه هم آيساف په دې پيښه کې د وژل شوي سرتيرى هويت نه دى په ډاګه کړى، خو په اوس وخت کې د افغانستان په لويديځ کې زياتره ميشت پوځيان ايتالويان او امريکاييان دي .
ددغه سرتيرى په وژل کيدو سره د روان کال په بهير کې په افغانستان کې د ناټو د وژل شويو سرتيرو شمېر ٦١ تنو ته ورسيد.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته