امنیت

د بغلان د تاله او برفک ولسوالۍ ته د طالبانو نومول شوى ولسوال ټپي شو

کابل- باختر د ثور دمياشتې ٤
د بغلان ولايت د تاله او برفک د ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوي ولسوال د ماين د چاودنې له امله ټپي شو.
دغه پيښه پرون ناوخته د تاله او برفک ولسوالى بازارته څېرمه هغه وخت رامنځته شوه چې د طالبانو د دغه قوماندان د سپرلۍ موټر سايکل په ښخ کړى شوي ماين وخوت.
د بغلان ولايت د تاله او برفک ولسوال فيض محمد اميرى د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې چاودنه کې د دغې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوي ولسوال مولوي قيام الدين ټپي شوى دى.
له دغې پيښې وروسته طالبانو له ځنډ پرته خپل دغه ټپي قوماندان د درملنې لپاره نامعلوم ځاى ته وليږداوه.
مولوي قيام الدين د هغه ماين ښکار شو چې د ده د افرادو له خوا ښخ کړى شوى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته