نړۍ

په چين کې د طبيعي پيښو له امله ١٣١٧ تنه ووژل شول

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٣٠
د روان ميلادي کال له پيل څخه تر اوسه پورې ١٣١٧ تنه په چين کې د طبيعي پيښو له امله وژل شوي دي .
د ايرنا د خبري سايټ دخبرله مخې :
دچين له طبيعي پيښو سره د مقابلې کميسيون په يو رپوټ کې ويلي دي چې په تيرو لسو مياشتوکې ددغوکسانو په وژل کيدو برسيره ٣١٩ تنه بې درکه شوي دي.
په دې رپوټ کې دغه راز په همدې موده کې د طبيعي پيښو له امله چين ته ٦٩ مليارده ٦٠٠ مليونه ډالره زيان هم اوښتى دى .
په دې پيښوکې ٤٩٠ زر کورنه په بشپړه توګه ويجاړ شوي دي او د استوګنې ٣ مليونه ٢٠٠ زرو کورونو ته زيات زيان اوښتى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته