سیاست

جمهوررئیس غني د ایران له جمهوررئیس ‌حسن روحاني سره وکتل

کابل_باختر د زمري د مياشتې١٤مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د ایران د منتخب جمهوررئیس ډاکټر حسن روحاني د لوړې په مراسمو کې د ګډون په خاطر نن سهار تهران ته ورسېد او لومړی یې له جمهوررئیس روحاني سره وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې د ایران د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې وشوه، لومړی د ایران منتخب جمهوررئیس ډاکټر حسن روحاني جمهوررئیس غني ته هرکلی ووایه او تر څنګ يې په افغانستان کې د وروستیو تروریستي پېښو له امله د افغانستان له دولت او خلکو سره خواخوږي او غمشریکې وکړه.
جمهوررئیس غني د هغه له همدردۍ او خواخوږۍ څه مننه وکړه او د دویم ځل لپاره یې د ایران د اسلامي جمهوریت د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د بریالیتوب مبارکي ورکړه.
جمهوررئیس روحاني وویل، افغانستان او ایران د ګډ فرهنګ لرونکي وروڼه او ملګري هېوادونه دي او موږ ته له افغانستان سره ارتباط ځانګړی اهمیت لري او زیاته یې کړه: موږ ته د افغانستان امنیت مهم دی او ایران چمتو دی چې له افغانستان سره د امنیت په برخه کې همکاري وکړي.
روحاني څرګنده کړه، د ایران خلک د تحمیلي جنګ تجربه لري او د افغانانو اوسنی حالت درک کولی شي. هغه وویل، ایران نږدې څلور لسیزې په بېلابېلو دورو کې د افغانستان تر څنګ ولاړ پاتې شوی دی او اوس هم د سلګونو زره افغان کډوالو کوربه توب کوي.
د ایران منتخب جمهوررئیس زیاته کړه، موږ د لا زیاتو او نږدې اړیکو غوښتونکي یوو، له ایران څخه هرات ته د رېل پټلۍ غځېدل او دغه راز د چابهار بندر د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پيوستون نقطه جوړیدای شي.
روحاني علاقه څرګنده کړه چې د افغانستان او ایران ترمنځ پوله د همکارۍ او دوستۍ په پوله بدله شي او همدارنګه یې له افغانستان سره د کانونو، صنعت، سوداګرۍ او زده‌کړو په ډګرونو کې د همکارۍ په خاطر لیوالتیا وښوده.
جمهوررئیس حسن روحاني د افغانستان او ایران ترمنځ په بېلابېلو برخو کې ګډو کمېټو ته اشاره وکړه چې څه موده مخکې يې کار پیل کړی دی، وې ویل: هیله لرم چې دا ګډې کمېټې ډير ژر خپل کارونه بشپړ او د فرهنګ، سوداګرۍ، امنیت، اقتصاد او نورو برخو کې د یو جامع سند په سر توافق ته ورسیږو.
ورپسې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني هم په ایران کې پخواني تحمیلي جنګ ته اشاره وکړه وې ویل، تاسې رښتیا هم د داسې جنګونو او له هغو د را ولاړو شویو زیانونو ترخه تجربه لری او زموږ وضعیت ښه درک کولی شي.
جمهوررئیس زیاته کړه، اوس د جنګ بڼه بدله شوې ده، تروریستي ډلو د عراق په موصل کې له ماتې وروسته د سیمې هېوادونه په نښه کړي دي او د قاچاق او تګ راتګ ناقانونه لارې يې پرانیستي دي، موږ د تروریستي ډلو په ځانګړي ډول د داعش په ځپلو کې مشترک بحث ته اړتیا لرو.
جمهوررئیس غني وویل، موږ د داعش په مقابل کې د قوې شدید استعمال درلود او هره ورځ یې په افغانستان کې پر ضد سخت پوځي عملیات روان دي او زیاته یې کړه، دښمن په کلیو کې جنګ بایللی دی، نو ځکه یې پر عامه او سپیڅلو ځایونو لکه پر جوماتونو بریدونو ته مخه کړې ده.
محمداشرف غني د سرحدي امنیت اهمیت ته په اشارې وویل، د افغانستان لپاره د پولو امنیت خورا مهم دی، قاچاق‌کوونکي او د جرمي اقتصاد مافیا غواړي دا پوله ناامنه کړي او د دغې پولې د ساتنې په خاطر یې د دواړو هېوادونو ترمنځ په ګډې همکارۍ ټینګار وکړ.
جمهوررئیس غني د رېل پټلۍ، ټرانزیټ او چابهار بندر د افغانستان او ایران ترمنځ د همکارۍ مهم ډګرونه وبلل وې ویل، موږ هڅه کوو چې افغانستان د ایران او منځنۍ اسیا او چین ترمنځ د پيوستون په مرکز بدل شي.
جمهوررئیس غني وویل، پخوا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدو مناسباتو لپاره طرحې نه وې موجودې، خو د ملي وحدت حکومت د دغه شان اړیکو د پراختیا لپاره د بنسټ او اساساتو د جوړولو په حال کې دی.
هغه د افغان کډوالو د کوربه توب په خاطر له جمهوررئیس روحاني څخه په مننې زیاته کړه: موږ په په ایران کې میشتو افغان کډوالو لپاره د پاسپورټ او تذکرې اسانتیاوې او سرچینې برابروو، تر څو په ایران کې د افغان کډوالو دقیق شمېر معلوم شي.
جمهوررئیس وویل، د سوداګرۍ او ترانزیټ د پراختیا لپاره باید له ایران سره په ګډه پوله سرحدې نقطې زیاتې شي.
  دواړو جمهورو رئیسانو د نشه‌ يي توکو د قاچاق، چاپیریال ساتنې او د روږديتوب د معضلې په اړه هم خبرې او بحث وکړ.
ټاکل شوې وه جمهوررئیس غني نن ماسپښین په ایران کې له یو شمېر میشتو افغان سوداګرو سره له کتنې وروسته ماښام مهال د ایران د منتخب جمهوررئیس ډاکټر حسن روحاني د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته