امنیت

په سرپل کې د ملي پيوستون د پروګرام ودانۍ پرانستل شوه

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ١٦
د سرپل ولايت د ملي پيوستون د پروګرام د اداري واحد نوې ودانۍ نن استفادې وړ وګرځيده.
د سرپل لايت د کليو د بياجوړولو او پراختيا رييس د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه ودانۍ د څه دپاسه ١٦ مليونو افغانيو په لګښت په دريو پوړونوکې په پاخه او اساسي ډول په يو کال کې جوړه شوې ده .
خبرځاى وويل: دغه ودانۍ دوه کاري خونې، څلور سالونونه او دوه پخلنځي لري چې د کاناليزاسيون او د اوبو رسولو سيستم يې هم په دې پروژه کې شامل دي.
ويل کيږي چې له دغې ودانۍ څخه په ګټې اخستنې سره د دغې ادارې کارکوونکو ته د مناسب ځاى د نشتوالي ستونزې لرې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته