سیاست

د ډاډ ګيرنې او خواخوږۍ پيغامومه

کابل باختر د کب شلمه :
د افغانستان د ځمکې د خپلواکې ادارې لوى رييس، د مشرتابه هيئت او کارکوونکو د جمهوري رياست د لومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم د مړينې له امله دافغانستان ټول ملت ته د ډاډ ګيرنې او خواخوږۍ مراتب څرګندکړي دي.
د افغانستان بانک لوى رييس او د عامل هيئت غړو د يو پيغام په ترڅ کې  د جمهوري رياست د لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم د مړينې له امله  د خپلې ډاډګيرنې او همدردۍ مراتب د افغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي، د کابينې غړو، د ملي شورا د دواړو مجلسونو رييسانو او غړو او د افغانستان ټول ملت ته څرګند کړي دي.
د افغانستان داسلامي جمعيت دکابل ښار د سمون د شورا د مشرتابه هيئت د افغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست د لومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم  د مړينې له امله دارواښاد کورنۍ او دافغانستان ټول ملت ته د ډاډ ګيرنې او خواخوږۍ مراتب څرګندکړي دي او دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه يې ارواښاد ته د فردوس جنت او پاتې کسانو او کورنۍ ته يې د جميل صبر هيله کړې ده.
دقره باغ ولسوالۍ د کاکړو قوم خيريه شورا او اتحاديې د يو پيغام په ترڅ کې د جهاد او مقاومت د ستر ميړني مارشال محمدقسيم فهيم دمړينې له امله د ډاډګيرنې او خواخوږۍ مراتب څرګندکړي دي.
د مارشال محمد قسيم فهيم دمړينې له امله دعلامه فيضاني د فرهنګي مرکزله خوا په ليږل شوي پيغام کې ويل شوي دي:
دا دى بيا هم زموږ سياسي تقويم د افغانستان داسلامي جمهوريت د يواځنى  مارشال په ناڅاپي مړينې سره په غمجن ډول پاڼه واړوله. داسې مړينې چې په لوړ هوډ او تصميم سره چې درلود يې؛ وفات شو.
ارواښاد مارشال محمدقسيم فهيم د جهاد مقاومت او د مديريت دحوزې په  اړخونوکې يو ځانګړى شخصيت و. رښتينى او حقيقت پال شخصيت چې هيڅکله ناهيلى او ډار ده ته لاره نه شواى پيداکولاى او د ژوندانه له ټولو ناخوالو سره سره يې په هوډمنه توګه مخ په وړاندې روان و.
د ملي دفاع وزير او د دغه وزارت منسوبينو ستر درستيز او د ملي اردو مسوولينو  د جمهوري رياست دلومړي مرستيال ارواښاد مارشال محمد قسيم فهيم د مړينې له امله د ډاډګيرنې او خواخوږۍ مراتب جمهور رييس حامدکرزي، د افغانستان ټولوخلکو په تېره بيا د ارواښاد کورنۍ، دوستانو او مجاهدينو ته څرګندشوي دي.
په پيغام کې دغه راز څرګند شوي دي چې مارشال محمدقسيم فهيم په څه د پاسه دريو لسيزوکې دهيواد په نظامي اوسياسي  بدلونونو، جهاد او مقاومت په  تېره بيا له ٢٠٠١  کال وروسته بدلونونوکې د دموکراسۍ، ثبات او امنيت  په ټينګښت او د جمهوري رياست د لومړي مرستيال او د ملي دفاع د وزير په توګه په دولتي چاروکې ستر او ټاکوونکى رول وبولى دى.
ملي اردو، د ملي دفاع لومړنى بنسټ ايښودونکى وزير او معنوي پلار له لاسه  ورکړى دى چې د ملي اردو منسوبينو ته يوه نه جبيره کيدونکې پيښه ده.
مارشال په سياسي عقلانيت، ملي افکارو او له خپلو خلکو او هيواد سره په خاصې علاقمندۍ سره په ملي يو والى کې ټاکوونکى ځاى درلود او په دې لاره کې يې مهم رول ولوباوه.
کابل پوهنتون، دکابل دطبي پوهنتون، دکابل پولي تخنيک پوهنتون او دشهيد استاد رباني دښوونې او روزنې د پوهنتون د مشرتابه هيئتونو د مارشال محمد قسيم فهيم دمړينې له امله په يو پيغام کې دغه پيښه يوه نه جبيره کيدونکې پيښه بللې ده او ويلي يې دي: مارشال محمد قسيم فهيم دجهاد او مقاومت د سنګرونو ستر ميړنى او د هيواد دخپلواکۍ  د لارې ستر مبارز و او خپل عمر يې د افغانستان د مسلمان ملت دپرمختګ او عامه سوکالۍ په لاره کې وقف کړ.
مارشال فهيم د علم او پوهې په پياوړتيا او د لوړو زده کړو په برخه کې دترقۍ  په لاره کې له هيڅ راز  هلوځلو څخه ډډه ونه کړه او د لوړو زده کړو د عالي شورا د رييس په توګه يې د هيواد د اکاډميکي برخې د ملاتړ او لارښوونې په لاره کې سترخدمتونه وکړل.
دمارشال محمدقسيم فهيم مړينه يوه ستره ضايعه ده او د دغه رښتينى افغان بچى خدمتونه به دهيواد په تاريخ کې تل پاتې وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته