-بيروت باختر د لړم يوولسمه :
د لبنان پارلمان د دغه هېواد پخوانى لوى درستيز ميشل عون دجمهور رييس په توګه انتخاب کړ او د دغه هېواد له صدر اعظم سعد الحريري سره په موافقه کې يې د قدرت دوه کلنه تشه پاى ته ورسوله.
ميشل عون چې حزب الله يې ملاتړ کوي؛ وکولى شول د پارلمان د غړو د ١٢٧ رايو له جملې څخه د ٨٣ رايو په ترلاسه کولو د لبنان د جمهور رييس په توګه انتخاب شي.
په لبنان کې د قدرت د ويش د موافقه ليک له مخې، جمهور رييس بايدعيسوى، صدر اعظم سني او د پارلمان رييس شيعه وي.
د لبنان د جمهوري رياست څوکۍ له ٢٠١٤ ميلادي کال راپديخوا د ميشل سليمان د جمهوري رياست د مودې له پوره کيدو وروسته تشه پاتې شوې وه .
1 1 دقیقه لوستل