امنیت

دروان کال په بهير کې په ننګرهار کې له سلګونو ټنو نشه يي توکو سره ددولسو زرو تنوقاچاق وړونکو نيول کيدل .

کابل باختر د سلواغې دولسمه : دروان هجري لمريز کال په بهير کې دنشه يي توکو کابو دولس زره تنه قاچاق وړونکي او پلورونکي په ننګرهار ولايت کې نيول شوي دي . دترلاسه شويو ارقامو له مخې، له نيول شويو کسانو څخه درې سوه دوه ويشت ټنه نشه يي توکي دپوليسو لاس ته ورغلي دي دغه نشه يي توکي دننګرهار ولايت په ګوټ ګوټ کې دځانګړوعملياتو او دکورونو دپلټنې په بهير کې او دپوستو دکنترول په بهير کې ترلاسه شوي دي. دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل چې ددغه ولايت امنيتي مامورانو دنشه يي توکو دپيرودنې او پلورنې او کرکيلې دله منځه وړلو لپاره زياتې هڅې کړي دي ده وويل له درې سوه دوه ويشتو ټنو نشه يي توکوسره دنشه يي توکو ددولسو زرو تنو قاچاق وړونکو او پلورونکو نيول کيدل . دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې لپاره دننګرهار ولايت دسيمه ئيزو مسوولانو دجديت څرګندوى دي . خوږياڼي وايي چې نيول شوي کسان عدلي اوقضايي بنسټونو ته سپارل شوي دي ويل کېږي چې له دغو توکو څخه زياته اندازه دکابل _ جلال اباد او دجلال اباد_ تورخم په لويو لارو کې ترلاسه شوي دي . ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته