نړۍ

دپاکستان په بلوچستان ايالت کې دچاودنو له امله نولسو تنو ته مرګ ژوبله واوښته .

کويته دي نيوز   باختر د لړم ديرشمه :
په هغو  دريو  چاودنوکې تيرماښام له يوې بلې څخه دلسو دقيقو په زماني  واټن  کې دپاکستان  دبلوچستان  ايالت  د مرکز کويټي په ښار او چمن  په  ناحيه کې وشوې درې تنه  ووژل شول او شپاړلس تنه نور ټپيان شول .
دباخترآژانس دخبر له مخې :  پوليسو  ددغو چاودنو دتاييدولو په ترڅ کې  وويل لومړۍ  چاونه په سرکي واټ  کې  دصنعت ادارې ته څيرمه ، دويمه چاودنه دپوليسو مرکز ته څيرمه او دريمه چاودنه د کويټې ښار په پيتل واټ کې وشوه .
  دپاکستان  خبري منابعو وويل :  چې په دغو چاودنوکې درې تنه وژل شوي او ديوې کوچنۍ  نجلۍ په ګډون شپاړلس  تنه نور ټپيان شوي دي
داپه داسې حال کې ده چې ناپيژندل شويو کسانو تيره شپه  په کراچۍ ښار کې 
هم داورانجي د ناحيې په امام  بارګاه  بمي بريد وکړ چې دسر زيان يې نه درلود
خو زيات مالي تاوان اوښتى دى .
  يرغلګر له سيمې څخه په تيښتې بريالي شوي  دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته