اسعد اباد باختر د زمري ۳ مه
د کلیود بیارغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو برنامې له مخې د یونیسف ادارې د درې اعشاریه یو میلیون افغانیو په لګښت د کونړ ولایت د نرنګ ولسوالۍ د سپین کاړ اوبو رسولو شبکې چارې بشپړې او ګټې اخېستنې ته و سپارل شوه.
دغه شبکه چې (۸۳) متره ژوره څاه (۳۷) لمریزې تختې او د (۲۰۰۰۰) لېتره د اوبو ذخیره لري په مټ به یې د نرنګ ولسوالۍ د سپین کاړ کلي (۳۱۰) کورنیو ته د پاکو اوبو اسانتیاوې برابرې شي .
د کونړ والي عبدالستار میرزکوال د پروژې د بشپړېدو له امله خلکو ته مبارکي وویله او ډاډ یې څرګند کړ،چې د ولسونو اړتیاوو ته په کتو به په بېلابېلو برخو کې ټولګټې پروژې پلې کړي. پای/وصال
2 1 دقیقه لوستل