ټولنه

په هرات کې له روزنيزو پروګرامونو څخه د ۲۰۰ تنو ځوانانو فراغت

کابل/ باختر/ د کب دمياشتې ۸ مه
د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ځوانانو د آمريت له بېلابېلو  روزنيزو دوروڅخه ۲۰۰  تنه د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رييس آريا روفيان نن د روزنيزو دورو د فارغ شويو ځوانانو د فراغت په مراسموکې ګډون وکړ او د ځوانانو د ذهنونونو په روښانولوکې يې د دغه شان پروګرامونو دوام مهم او اغېزمن وباله او له ځوان نسل څخه يې وغوښتل چې په دغه شان پروګرامونو کې برخه واخلي.
  روفيان وويل: د باکيفيته خدمتونو وړاندې کول به هغه وخت وشي چې کارکوونکي د عصر او زمانې له بدلون سره سمه د خپلو مسلکي زده کړو کچه لوړه کړي.
د ځوانانو چارو آمر تواب مبارز وويل چې په دغې اداره کې دوى له موجودو ستونزو سره سره د ځوانانو د ملي فدراسيون د افتخاري غړو په همکارۍ بېلابېل روزنيز پروګرامونه پيل کړي دي .
مبارز زياته کړه: دوه سوه تنه نن د مديريت د خبر ويلو د فن، روغتيايي لومړنۍ مرستې او د انګليسي ژبې له ټولګيو څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړل .
ويل شوي دي چې دغه پروګرامونه به په راتلوونکي کې د ځوانانو د ظرفيتونو د کچې د لوړولو  لپاره هم ترسره شي.
  ختم_ شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته