امنیت

درې تنه پاکستاني طالبان په نورستان ولايت کې ووژل شول

کابلباختر د سنبلي١٩ش
درې تنه پاکستاني طالبان تېره شپه په نورستان ولايت کې له افغان سرحدي ځواکونو سره د نښتو له امله ووژل شول.
دغه جګړه له پاکستان سره د کامديش ولسوالۍ په يوه سرحدي سيمه کې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې طالبانو غوښتل دافغانستان خاورې ته ننوځي.
د افغانستان په ختيځ کې د سرحدي ځواکونو يو قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دې نښته کې درې تنه پاکستاني طالبان ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول.
ويل کيږي طالبانو له دغې نښتې وروسته بيرته پاکستان ته وتښتيدل.
ددغه قوماندان دڅرګندونو له مخې: په دې نښته کې افغان ځواکونو ته د سر زيان نه دى اوښتى.
دافغانستان په ختيځ کې د نورستان ولايت له پاکستان سره د درې سوه شلو کيلو مترو ګډې پولې په لرلو سره تل د تروريستي ډلو له دې جملې څخه د وسله والو طالبانو او د پاکستاني جګړه مارانو د ډلې د شتون ډګر دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته