سیاست

تبصره:

کابل _باختر د وري اته ويشتمه :
په سرحدي سيموکې د سيمه ييزو، روزنيزو او روغتيايي ستونزوحل کول، له شک پرته په هيوادکې دامنيتي حالاتو په ښه والى باندې اغيزه کوي او دولت د بنسټيزو پروژو په عملي کولو سره کولاى شي له ګاونډيو هيوادونوسره د دغو سيمو دخلکو اقتصادي تړلتياوې کمې کړي.
دباخترآژانس مبصر ليکي: د افغانستان د اسلامي جمهوريت د وزيرانوشوراپه خپلې وروستۍ غونډه کې د پرمختيايي خدمتونو د وړاندې کولو او د سرحدي سيمو د بيا رغاونې او جوړولو په مقصد دکار د دوام په ګډون، د ځينومسئلوپه باب خبرې وکړې او ددغه بهير دګړندي کولوپه مقصد يې اړوندو ادارو او مرکزونو ته مشخصې دندې وسپارلې.
که چيرې په تيروکلونوکې په هيوادکې پيښو او پرمختياوو ته وکتل شي؛ دې نتيجې ته رسيږو چې سرحدي سيمې د ډېرو سختو او زړه بوږنوونکو پيښو ډګردي چې په دغو سيموکې د پرديو د نفوذ د نا امنيو د پراختيا لپاره يې زمينه برابره کړې ده .
نن د هيواد سرحدي سيمې د ټولنيزو، اقتصادي، روغتيايي او روزنيزو خدمتونه د وړاندې کولولپاره د امکاناتو د نشتوالى له امله ځوريږي. دا کار د دې سبب شوى دى چې د دغو سيمو خلک په ګاونډيو هيوادونو پورې تړلتيا ولري .
دغه راز په دغو سيموکې د امکاناتو نشتوالى د هيواد دسرحدي سيموخلک دې ته اړ ايستلي دي چې خپل بچيان د زده کړې په مقصددډيورند له کرښې اخوا  مدرسو او ښوونځيو ته واستوي او د ځان او دخپلو بچيانو د درملنې په مقصد دګاونډيو هيوادونو له روغتيايي امکاناتوڅخه استفاده وکړي.
له شک پرته دغه شان تړلتياوې په سرحدي سيموکې او له دې لارې د هيواد نورو برخوته د پرديو د نفوذاو د نا امنۍ د عواملو زمينه برابروي. دغه راز دغه سيمې وسله والو مخالفينو ته د سربازنيونې په اصلي منابعو بدلې شوې دي .
ددغه شان ستونزو شتون دافغانستان په وړاندې بهرني مغرضې کړۍ لاپسې حساس کړې دي او ددغې ادعا ثبوت دهيواد په جنوبي سيموکې سرحدي تحرکات دي .
دمغرضوکړيو او د جنايتکارو او تروريستو بانډونو د لاسونو لنډول او په پاى کې له سرحدي سيمو څخه د نا امنۍ د عواملولرې کول هغه وخت امکان پيداکوي چې دولت او په هغه پورې اړوندې ادارې ددغو عواملو په لرې کولو تمرکز ولري . په سرحدي سيموکې د کليو د بيا جوړولو او پراختيا، فوايد عامې، سرحدونو، قومونو او قبايلو د چارو، پوهنې او د لوړو زده کړو د وزارتونو فعاليت ته زياته وده وکړي؛ بنسټيزې پروژې رامنځته کړي او د سړکونو او واټونو په جوړولو لاس پورې کړي؛ ښوونځي او ديني مدرسې جوړې کړي اوهغوته پراختيا ورکړي.
بازار، کلنيک او روغتون جوړکړي؛ په پاى کې د سرحدي سيمو د اوسيدونکو د اړتياوحل کولو ته جدي پاملرنه وکړي. د اړتياوو حل کول به د ستونزو دحل کولو او د تړلتياوو د پاى ته رسيدو سبب شي .
د وزيرانو شورا په اوسنيو واقعيتونوپه پوهيدو سره، داسې پريکړه وکړه چې د سرحدي سيمو د بياجوړولو په مقصد پرمختيايي خدمتونه زيات شي او اړوند مرکزونه دې بايد دغه پريکړه جدي وبولي او عملي يې کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته