نړۍ

په عراق کې د بريدونو له امله يوولس تنه ووژل شول

بغداد باختر دليندي اته ويشتمه :
  دعراق په ګوټ ګوټ کې د پرونيو بريدونو له امله د دريو تنو پاکستاني زيارت کوونکو په ګډون يوولس تنه ووژل شول .
دباخترآژنس دخبر له مخې: ډيرمرګانى بريد د خالص ښارګوټى کې وشو چې له امله يې يوه ځانمرګى يرغلګر په يوې ډلې عراقي زيارت کوونکو بريد وکړ چې له امله يې شپږ تنه ووژل شول او شپاړلس تنه نور ټپيان شول .
دخالص ښارګوټى د بغداد ښار د شمال په نږدې اتيا کيلومترى واټن کې دى.
دبغداد په شمال کې د سماره ښار ته څېرمه هم وسله والوکسانو دپاکستاني زيارت کوونکو دسپرلۍ په يو بس موټر ډزې وکړې او درې تنه پاکستاني زيارت کوونکي يې ووژل او د موټر چلوونکى او د هغوى د عراقي  ژباړونکى په ګډون دولس تنه يې ټپيان کړل .
دغه راز يوه ځانمرګى يرغلګر په بمونوبار خپل موټر د رمادي ښار دپلټنې په يوه پوسته کې وچاوه چې له امله يې دوه تنه پوليسان ووژل شول او پنځه تنه نور ټپيان شول .
په عراق کې په دې وروستيووختوکې ځانمرګو بريدونو،چاودنو او ډزو زور اخستى دى او د روان ميلادي کال له پيل څخه تراوسه پورې په دغه هيوادکې دتاوتريخوالي له امله څه دپاسه اته زره تنه وژل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته