نړۍ

دپاکستان دمسلم ليک ګونديومشر وفات شو

دپاکستان خصوصي تلويزيوني شبکې جيو نن ددغه هيواد مسلم ليک دګونددمشر په پيرپګارا مشهورپيرمردان شاه دمړينې خبر ورکړ.

ددي نيوزانترنشنل ورځپاڼې دخبرله مخې دپيرپګارا له هغه وروسته چې  څو ورځې مخکې دپاکستان په  کراچي ښارکې دجراحي تر عملياتو لاندې ونيول شو روغتيايي حالت يې لاپسې خراب شو او ددرملنې په مقصد يې لندن ته سفر وکړ.

ده دلندن  په ويلنګتن روغتون کې دجراحي له عملياتو  وروسته  ددرې اتياکلني په عمروفات شو  خودلندن په  په ويلنګتن روغتون کې ډاکترانو دده دمړينې علت دزړه دريدل بللي دي.

دپاکستان جمهورر ييس اصف علي زرداري اوصدراعظم يوسف  رضاګيلاني  دمسلم ليک ګونددمشر  دمړينې له امله دده پاتي کسانو ته دخواخوږي او ډاډګيرنې مراتب څرگندکړي دي.

دغه راز دپاکستان  دسندايالت اعلي وزير سيدقيوم عليشاه دپيرپګارا دمړينې له امله په   دغه ايالت کې درې ورځني ماتم اعلام کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته