امنیت

دولس ترهګر په ننګرهارکې ووژل شول

کابل/دمرغومي۲۴مه/باختر
د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مسوولین وايي چې د ننګرهار په مومند درې او هسکې مېنې ولسوالیوکې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۸ نور یې ټپيان شوي دي.
د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند محمد هارون یوسفزي باختر آژانس ته وویل چې افغان ځواکونو د روانې میاشتې په ١٥مه د هسکې مېنې او مومند درې ولسوالیو په مربوطاتوکې چاڼیز عملیات پیل کړي دي.
سرچینه زیاتوي چې په عملیاتو کې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۸ نور یې ټپیان شوي دي.
دغه عملیات چې لا هم دوام لري؛ پکې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته