سیاست

د انتخاباتو د خپلواک کميسيون رييس: د ولسي جرګې په انتخاباتو کې څه ناڅه څلور ميليونو تنو رايه ورکړې ده

کابل باختر دلړم لومړى :
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس عبدالبديع صياد په يوه خبري غونډه کې وويل چې د ولسي جرګې د انتخاباتو په دوو ورځوکې د هېواد په دوه ديرشو ولايتونوکې څه ناڅه څلورو ميليونو تنو دخپل نظر وړنوماندانو ته رايه ورکړې ده. 
دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د راى ورکولو په خاطر اته اعشاريه اتو ميليونو تنو  نومونه ليکلي و چې له دې جملې څخه درې ميليونه تنه يې ښځې وې .
د باختر آژانس خبريال ليکي:
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس دغه راز څرګنده کړه چې په دغو دوه ورځو کې د راى ورکولو ٤ زره ٦٤٠ مرکزونه پرانستي و او اوس له ولايتونو څخه کابل ته د رايو د صندوقونو د ليږدونې بهير دوام لري .
  ده وويل: انتخابات په برياليتوب سره ترسره شول او موږ يو عالي ماموريت درلود. په داسې حال کې چې د دغه ماموريت د ترسره کولو لپاره وخت کم و .
دا په داسې حال کې ده چې  يوشمېر ګوندونه او سياسي بهيرونه د ولسي جرګې  د انتخاباتو د ترسره کولو څرنګوالي له درغليو ډک نيمګړي، او سازمان موندنې بللې ده .
  دوى د بايومتريک له دستګاوو سره د کارکوونکو نه بلدتيا، په خپل د راى ورکولو د يوشمېر مرکزونو نه پرانستل، د راى ورکوونکو د لستونو نشتوالى ، د بايومتريک دستګاوو کارنه کول او د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د کارکوونکو نه شتون او د راى ورکوونکو انتظار پاتې کيدل د دغه ب هير له اساسي ستونزو څخه وبلل .
خو د انتخاباتو د خپلواک کميسيون رييس په ټينګار سره وويل چې د بايومتريک سيستم د ستونزو د څيړنې په خاطر يوه کميټه جوړه شوې ده ځکه  د انتخاباتو په ورځ د راى ورکولو په يوشمېر مرکزونوکې دغه سيستم کار نه کاوه  او په يوشمېر نورو مرکزونوکې هم په عمدي توګه ورڅخه استفاده نه ده شوې .
ده دغه راز وويل: په هر انتخاباتې مرکزکې چې درغلي شوي وي، له تقلب کارانو سره قانوني چلند کيږي او دغه راز د دغې موضوع د ثابتيدو په صورت کې ښايي په دغه شان مرکزونوکې رايې باطلې اعلان شي او دغه راز د راى ورکولو د مرکزونو هغو کارکوونکو ته  قانوني سزاورکول کيږي چې په دندو کې بې پروايي کړي دي.
صياد وويل چې د ټولو نيمګړتياوو او چلنجونو په باب يو رپوټ چې د انتخاباتو په ورځ شتون درلود، برابربه شي او له خلکو څخه يې وغوښتل هغه سندونه چې په انتخاباتو کې د درغليو په باب  لري، له کميسيون سره يې شريک کړي .
د ولسي جرګې په انتخاباتو کې اته اعشاريه اته ميليونو تنو  د راى ورکولو لپاره نومونه ليکلي و او دغه راز   ٢٥٦٥ تنو ځانونه نوماند کړي و .
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د جدول له مخې ټاکل شوې ده د ولسي جرګې د انتخاباتو لومړنۍ نتيجې د لړم دمياشتې په ١٩ نېټه او وروستۍ نتيجې د ليندۍ د مياشتې په ٢٩ نېټه اعلام شي .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته