کابل باختر د لړم دولسمه :
شل تنه مخالف وسله وال کسان نن په فارياب ولايت کې د سولې له بهيرسره يوځاى شول .
دفارياب ولايت دملي امنيت رييس نجيب الله باخترآژانس ته وويل: دغه کسان د مولوي عبدالصمد اخند په مشرۍ له خپلو اوولسو وسلو سره له مخالفت څخه لاس واخيست او له سولې سره يوځاى شول .
دغو کسانوپخوا دفارياب په مرکز او د قرغان او پشتون کوټ د ولسواليو په مربوطاتوکې په دولتي ضد فعاليتونوبوخت وو.
خبرځاى زياته کړه: ددغې ډلې مشرته په مياشت کې ديارلس زره افغانۍ او افرادو ته يې اته زره افغانۍ تر شپږو مياشتو پورې امتياز ورکول کيږي .
دملي امنيت رييس زياته کړه: په فارياب ولايت کې د سولې دبهير له پيل کيدو څخه تراوسه پورې دوه سوه اويا تنه وسله وال کسان له جګړې څخه لاس اخستى دى او له سولې سره يوځاى شوي دي.
0 1 دقیقه لوستل