ټولنه

په هرات کې ديوې اوونۍپه بهيرکې ١٨٠ تنه ټپيان شول

دهرات ښار باختردوږي دمياشتې يو ٣١ نيټه :
په هرات ولايت کې ديوې اوونۍ په بهيرکې ١٨٠ تنه په ترافيکي پيښو کې ټپيان شوي دي.
دهرات  دحوزوي روغتون دمسوولينو دڅرګندونوله مخې  ١٨٦ تنه  دترافيکې پيښوټپيان دغه روغتون ته ليږدول شوي او تردرملنې لاندې  ونيول شول.
دهرات د حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شيرزي ددريوتنو ټپيانو دروغتايي حالت  دخراب په ويلو سره دباخترآژانس  خبريال ته وويل ؛ په تيرو پنځو ورځو کې١٨٠ تنه په  ترافيکي پيښو ، او ١١٣ تنه نور دګولۍ دلګيدو،  دچړې د ګوزارونو ، دځان وژنې او دبرق نيونې د پيښو له امله دغه روغتون ته  ليږدول شوي دي چې تر درملنې لاندې نيول شوي دي.
دهرات د حوزې روغتون  دعاجلي څانګې دمسوول  ډاکترعزيزالرحمن جامي  دڅرګندونوله مخې ؛ دترافيکي پيښو دزياتوالي دليل   له نقليه وسايطو څخه دضعيف فرهنګ استفاده ، دچلوونکو بې  احتياطي  او له ترافيکي قوايدو څخه دهغوى بې خبري وبلله  او وايي ترڅو چې اړونده  مسوولين  خاص تدابير ونه نيسي  نه يوازې  د ترافيکي پيښو کچه نه  ټيټيږي  بلکې  ورځ  په  ورځ زياتيږي.
دغه  راز دهرات دترافيکو دتنظيم مدير غلام نبي فرخي  په تيرو پنځو ورځو کې   دترافيکي پيښو کچه  له ٣٠ څخه زياته وبلله  او ويې ويل ؛  دغه پيښې د ښار  او ولسواليو په کچه رامنځته شوي دي  چې  له امله يې  يو زيات شمير کسان ټپيان شوي دي.
ده  په ښار او ولسواليو کې ددغو پيښو د زياتوالي سبب  له اندازې  څخه زياتو دموټرسايکلونو تګ راتګ  او له دغو موټرسايکلونو څخه  دکم عمر ځوانانو  استفاده ده چې په ترافيکي قواعدو او مقرراتو بلدتيا نلري. 
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته