ټولنه

دسرپل له سيلاو ځپلو سره دخوراکي توکو مرسته وشوه .

کابل باختر د غبرګولي لومړي

  په سرپل ولايت کې  دسيلاونو دراوتلو له امله په څلور سوه پنځوسو  زيانمنو شويو کورنيو نن خوراکي توکي وويشل شول .

 د ٢٠٩  شاهين قول اردو دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ شل ټنه خوراکي توکي چې ددغي قوماندانۍ له خوا برابر شوي وو نن دموظف هيئت تر نظر لاندې په سرپل ولايت کې په دي وروستيو وختوکې دسيلاونو دراوتلو له امله په څلور سوه پنځوسو زيانمنو شويو کورنيو وويشل شول .

 په ويشل شويو  موادو کې وريجي ، لوبيا ، نخود ، غنم اوچاى شته .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته