ورزش

غوره څيرو د کابل د لويديځ زون د ټيم غړيتوب ترلاسه کړ

کابل باختر د ثور ٢٢
د کابل په لويديځ زون کې د بدن د غړو د پالنې انتخاباتي سيالۍ د يوسلو اتو غوره څيرو په پيژندنې سره نن پاى ته ورسيدې.
د المپيک دملي کميټې د بدن د غړو دپالنې فدراسيون رييس باور هوټک د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغوسياليوکې د کابل د لويديځ  زون له درې  پنحوسوکلپونوڅخه ٥٣٥ تنو ورزشکارانو ګډون کړى وچې په څلوروکټګوريو کې يې د دوو ورځو لپاره سيالۍ وکړې.
د هوتک د څرګندونوله مخې: د سياليو په پاى کې يوسلو اته غوره څيرې دکابل د لويديځ زون منتخب ټيم ته وپيژندلې شوې چې وروسته به ددغې څانګې د ملي ټيم په انتخاباتې سياليوکې برخه واخلي .
هوتک زياته کړه چې د بدن د غړو د پالنې فدراسيون تراوسه پورې دکابل دختيځ، مرکز او لويديځ په زونونوکې انتخاباتي سيالۍ ترسره کړې دي او تاکل شوې ده چې په راتلوونکې اوونۍ کې دغه سيالۍ د کابل د شمال په زون کې ترسره شي او په تعقيب يې په دريوکټګوريوکې د کابل د نجونو ترمنځ سيالي ترسره کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته