امنیت

په کونړکې څو کلي د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شول

کونړ باختردزمري دمياشتې٢١نيټه :    
په داسې حال کې چې د کونړ ولايت په ځينوسيمو کې د ډار اچونې ضد عمليات دغه راز دوام لري، پوځي مقامات د ډار اچونکو له شتون څخه د څو کليو د پاکولو خبرې کوي .
دغه عمليات نږدې لس ورځې مخکې د کونړ ولايت د اسمار او غازي آباد دولسواليو په ځينو سيموکې دسلګونو تنو پوځيانو په ګدون پيل شول او تراوسه پورې دوام لري .
د هېواد په ختيځ کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر اژانس ته وويل چې په نوي اقدام کې د دغو پوځي عملياتو په بهيرکې څو کلي د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شوي دي .
ده وويل: پوځيان په دې بريالي شوي دي چې په غازي اباد او اسمار کې د طالبانو او داعشيانو څو مرکزونه کشف او دړې وړې کړي .
په دغوعملياتو کې تر اوسه پورې کابو شل تنه ډار اچوونکي وژل شوي او په لسګونو  تنه نور ټپيان شوي دي .
پآى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته