امنیت

ديرشو تنو افسرانو ترفيع وکړه

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١
د کورنيو چارو وزارت په وړانديز او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي له فرمان سره سم، د زمري د مياشتې د اته ويشتمې نيټې، د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د پنځه نوي يمې کاليزې په مناسبت د کورنيو چارو وزارت دغو ديرشو تنو جګپوړو او لوړ رتبه افسرانو ته نوبتي تر فيع ګانې منظورې شوې دي:
• د عامه محافظت د معينيت عملياتي لوى رييس عبدالرزاق اميري د مل پاسوال له رتبې څخه د پاسوال رتبې ته؛
•  د مخابرې او د معلوماتي تکنالوژۍ لوى رييس غلام سخي رحيمي د مل پاسوال له رتبې څخه د پاسوال رتبې ته؛
•  د پلان او اوپراسيون لوى رييس نعمت الله حيدري د مل پاسوال له رتبې څخه دپاسوال رتبې ته؛
•  د پلچرخي جيل لوى قوماندان سردارمحمدځاځى د مل پاسوال له رتبې څخه دپاسوال رتبې ته؛
•  د پکتيا ولايت امنيه قوماندان زلمي اورياخيل د مل پاسوال له رتبې څخه د پاسوال رتبې ته ؛
• د خوست ولايت امنيه قوماندان فيض الله جلال د سمونوال له رتبې څخه دمل پاسوال رتبې ته؛
• د عامه نظم د څلورمې لوا قوماندان غلام فاروق سنګري د سمونوال له رتبې څخه د مل پاسوال رتبې ته؛
•  د دويم لمبر سرحدي زون قوماندان عبدالبصير خپلواک د سمونوال له رتبې څخه دمل پاسوال رتبې ته؛
•  د پکتيا ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر محمد زمان د سمونوال له رتبې څخه د مل پاسوال رتبې ته؛
• د مخابرې د لوى رياست د معلوماتي تکنالوژۍ مرستيال سردار صافى د سمونوال له رتبې څخه د مل پاسوال رتبې ته؛
•  د ميدان وردګو د تعليمي مرکز قوماندان جلال الدين رګبار د سمونوال له رتبې څخه د مل پاسوال رتبې ته؛
•  د بلخ ولايت د ساتنمنانو د روزنيز مرکز قوماندان عبدالرحمن اقتاش د سمونوال له رتبې څخه د مل پاسوال رتبې ته؛
• د کورنيو چارو وزارت د مقام د دفتر دلوى رياست مرستيال عبدالکريم فايق د سمونوال له رتبې څخه د مل پاسوال رتبې ته؛
•  له نشه يي توکو سره د مبارزې ولايتي رييس عصمت الله بلوڅ د سمونوال له رتبې څخه د مل پاسوال رتبې ته؛
•  دکريمنال تخنيک رييس محمد اياز قيومي د سمونوال له رتبې څخه د مل پاسوال رتبې ته؛
•  د پاسپورت رييس سيد عمر صبور د سمونوال له رتبې څخه د مل پاسوال رتبې ته؛
•  د وګړنيو پوليسو رييس محمد همايون عيني د سمونوال له رتبې څخه دمل پاسوال رتبې ته؛
• د مادي او تخنيکي تاميناتو د پاليسيو رييس سيد محمد زمان د سمونوال له رتبې څخه د مل پاسوال رتبې ته؛
•  د جنايي تحقيقاتو د انستيتوت رييس عيسى محمد د سمونوال له رتبې څخه د مل پاسوال رتبې ته؛
•  د دولتي پروژو د محافظت رييس حبيب الله قبچاق د سمونوال له رتبې څخه دمل پاسوال رتبې ته؛
• د حقوقو د لوى رياست مرستيال محمود مجيدي د سمونوال له رتبې څخه د مل پاسوال رتبې ته ؛
• د مالي او بودجې د لوى رياست مرستيال عبدالقدير دشتي د سمونوال له رتبې څخه د مل پاسوال رتبې ته؛
• له تروريزم سره د مبارزې د لوى رياست د سترو شخصيتونو مرستيال محمد رازق د سمونوال له رتبې څخه دمل پاسوال رتبې ته ؛
• د پلچرخي د جيل اداري مرستيال عبدالقيوم د سمونوال له رتبې څخه د مل پاسوال رتبې ته؛
• د عامه نظم د دويمې لوا قوماندان نصير احمد د سمونوال له رتبې څخه دمل پاسوال رتبې ته؛
• د فارياب ولايت امنيه قوماندان عبدالنبي الهام د سمونوال له رتبې څخه د مل پاسوال رتبې ته؛
•  د پاليسۍ د معينيت د تشکيلاتي ساختارونو رييس محمد ذکي د سمونوال له رتبې څخه د مل پاسوال رتبې ته؛
•  د ترافيکو رييس محمد شفيق د سمونوال له رتبې څخه د مل پاسوال رتبې ته؛
• د روغتيايي چارو د رياست مرستيال محمد انعام د سمونوال له رتبې څخه دمل پاسوال رتبې ته
•  او د ننګرهار ولايت د امنيې قومانانۍ د امنيت آمر لطف الله زرياب د سمونوال له رتبې څخه د مل پاسوال رتبې ته.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته