ټولنه

د مسجدالحرام امام: د فتوا صادرول د ډلو کار نه دى

 کابل باخترلړم د مياشتې ١٠ نيټه  :
د مکې مکرمې د مسجدالحرام امام وايي: له اسلامي حکومتونو پرته ډلې او افراد د اسلام په نامه د جهاد د فتوا د صادرولو حق نلري.
د مکې مکرمې د مسجدالحرام امام شيخ صالح بن عبدالله په دې وروستيو وختوکې د پاکستان له يوه خصوصي ټلويزيون سره په خبروکې ويلي دي:                (( تکفيرول، مرتد بلل او د انسان وژنه يوازې او يوازې د اسلامي حکومتونو شرعي صلاحيت دى .))
د شيخ صالح د څرګندونوله مخې: د جهاد فتوا هغه وخت صادريداى شي چې په ټوله اسلامي نړۍ کې يوه واکمني شتون ولري، اشخاص او ډلې د اسلام په نامه  د جهاد د فتوا صلاحيت نلري.
ده د اسلام د مبين دين د عالمانو او فقه يانو د فتوا په استناد ويلي دي: هيڅوک  او ډله د دې حق نلري چې د خپلو شخصي او ګروهي ګټو په خاطر د فتوا په صادرولو سره څوک تکفير کړي، مرتد وبولي او يا هم ووژني او که چيرې په کوم چا دغه شان تور ولګول شي؛ لازمه ده چې محکمې ته مراجعه وشي او د سندونو او شواهدو په پام کې نيولو سره تصميم ونيول شي.
د سعودي د مفتي اعظم او د مکې مکرمې د مسجدالحرام د امام دغه څرګندونې  په داسې حال کې کيږي چې تکفيري ډلو د اسلام په نامه په وروستيو دوو يا دريو لسيزوکې په زرګونو تنه انسانان او په تېره بيا مسلمانان په اسلامي هېوادونوکې  وژلي دي.
تروريستي ډلې د اسلام په نامه چې زياتره يې په استخباراتي شبکو پورې اړه لري  او د خپلو شخصي ګټو او آن د غير اسلامي هېوادونو د ګټو د تحقق په خاطر تر اوسه پورې په بشري ضد او اسلامي ضد جنايتونو لاس پورې کړى دى.
د سياسي کارپوهانو په باور: د پاکستان له يوې ټلويزيوني شبکې سره د شيخ صالح مرکه يو پيغام لري او هغه دا چې په پاکستان کې قلابي مفتيان چې زياتره يې د دغه هېواد په دننه او بهرکې له استخباراتي سازمانونو سره سر او کار لري؛ نور بايد په تحريف شويو فتواګانو سره د نورو د ګټو لپاره زمينه برابره نه کړي. .
سره له دې چې مسلمانان د يوه قرآن او د يوه پيغمبر پيروان او د واحد خداى اطاعت کوونکي دي؛ خو پاکستاني مفتيان د فقهي مسئلو په برخه کې  لنډمهال، سليقوي او سياسي نظريې لري  .
دوى په افغانستان کې د طالبانو ځان وژنه تائيدوي؛ خو په پاکستان کې يې ردوي. پاکستاني مفتيانو په افغانستان کې د امريکا شتون  جهاد بللى دى؛ خو له هغو ميلياردونو ډالرو څخه چې پاکستان له امريکا څخه ترلاسه کړل او په  مقابل کې د بې پيلوټه امريکايي الوتکو بريدونه چې هره ورځ د پاکستان د استخباراتو له خوا په ټاکل شويو هدفونو په قبايلي سيموکې بريدونه کوي، چوپتيا غوره کوي.
نو ضروري ده چې په پاکستان کې قلابي مفتيان په هوښ راشي او د شيخ صالح  ارشادات چې په اسلامي نړۍ کې يو مشهور عالم دى؛ په پام کې ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته