اقتصاد

تبصـــره

کابل باخترد وږي دمياشتې  ٦ :
افغانستان په داسې حال کې  داوبو دنړيوالې اوونۍ دنمانځنې په لور ګام اخلي چې دغه هېواد په  کال کې اووه پنځوس مليارده متره مکعب اوبه توليدوي خوپه خپله ددغو اوبو په سلو کې يوازې له  پنځه ويشتو څخه ترديرشو پورې استفاده کوي .
دباختر اژانس دسياسي  څانګې مبصر ليکي :
نړي داګست دمياشتې له ٢٦څخه تر ٣١ پورې ورځې  داوبو دنړيوالې  اوونۍ په توګه نمانځني .
په دې اړوند رسمي مراسم به دسويډن په ستهکهلم ښارکې پرځاى شي چې په هغو کې دنړۍ په ځينو هېوادونو کې دقحطيو اود وچکاليو په ګډون له اوبو څخه رامنځته شوي  نړيوالې ستونزې څيړل کېږي .
افغانستان هم دنړيوالې ټولنې دغړي په توګه داوبو دنړيوالې اوونۍ دنمانځنې په لاره کې ګام اخلي  خو په دې هېواد کې داوبو داوونۍ نمانځنه زياته سمبوليکه بڼه لري نه له توليدو شويو اوبو څخه داستفادې په مقصد ديوفعال ميکانيزم په باب خبرې .
دترلاسه شويو احصايې له مخې افغانستان په کال کې دنږدي ٥٧ ملياردو مترمکعب ابو په توليدولوسره دسيمې په  کچه داوبو يو ستر توليدونکې هېواد بلل کېږي خوپه هېواد کې له توليدوشويو اوبو څخه داستفادې ظرفيت په سلو کې له ٢٥ څخه  ٣٠ پوري دي او دهېواد دځمکې پرمخ اوترځمکې لاندې اوبو زياته برخه په وړياډول دګاونډيو هيوادونو ته بهيږي  او افغانستان کال په کال  داوبو دکمښت او وچکالي له امله رامنځته شوې ستونزې دسيندونو داوبو دڅپانده کېدو په مهمو حالاتو کې زياتې ستونزې  زغمي .
له دغه حالت څخه داسې استنباطيږي چې دافغانستان داوبو مديريت لاتراوسه پورې دپوښتنې وړ دي او موږ تر اوسه پورې په دې نه يو بريالي شوي چې دافغانستان اوبه په ملي پانګه کې شاملي کړو اوهغه دملي ګټې په لاره کې وکاروو.
افغانستان لکه څنګه چې په سياسي مسلو اوپه سيمه ييزو او نړيوالو سياليو  کې دتوطيو اودسيسو ښکاردي  زياته برخه اوبه يې چې په خپله يې توليدوې له  ګاونډيوهيوادونو سره په يو ناروا تعامل اويو اړخيزه ګټه کې دي.
اوس دافغانستان له اوبو څخه زياته ګټه دګاونډيو هيوادونو په برخه کېږي په داسي حال کې چې دافغانستان دنښتې اوبيابانونه چې له اوبو څخه تږي دي دپخوا په شان وچ اوشاړې دي اوله بله پلوه داوبو دڅپانده کېدو په وخت کې  دا افغانان دي چې  دهېواد دسيندونو دڅپانده کېدو بار په اوږدو اخلي.
لکه څنګه چې ايران په نيمروز کې دپولو په غاړو  کې دکانالونو اوڅاګانو په کېندلوسره دهلمند له اوبو څخه دڅښاک اوکرکېلې لپاره استفاده کوي خو داوبو دڅپانده کېدو اودسيلاونو دراوتلو په وخت کې په خپل هېواد کې داوبو اوښتو مخه نيسي او باج يې افغانستان ته متوجه کوي.
په نورو هېوادونو کې دکانونو ، ځنګلونو ،تيلو اوګازو په ګډون داوبو زيرمې ملي پانګه اوملي ګټې بلل کېږي آن داوبو له امکاناتو څخه سياسي هدفونو ته درسيدو لپاره دوسيلې په توګه کار اخيستل کېږي خو په افغانستان کې دغه شان نه ده .
زموږ اړونده مرکزونه په دې نه دي بريالي شوي چې ملت ته دغه حساب ورکړي  چې په کال کې له افغانستان  څخه څومره اوبه بهرنيو هېوادونو ته بهيږي؟ افغانستان ددغه سخاوت په بدل کې له ګاونډيو هېوادونو څخه څه امکانات ترلاسه  کوي ؟ داپه داسې حال کې ده چې په وچې پورې  ا ړوند افغانستان له کلونو کلونو را په دې خوا ترانزيتي  اړيکو په لاره کې د ګاونډيو هېوادونو په تيره بيا دپاکستان فشارونه ، پلمې  اوپه پاى کې نازونه زغمي اوله دې پلوه يې زيات زيانونه ګاللي دي خوهيڅکله يې دنورو په وړاندې له خپلو بې حسابه  اوبو څخه  ديو طبيعي حق په توګه دخپلې روا غوښتنې دترسره کولو په مقصد استفاده نه ده کړې .
افغانستان تراوسه پورې دخپلو اوبو دمديريت لپاره  دوه کنفرانسونه  جوړ کړي دي خو ددواړو کنفرانسونو نتيجي محسوسي نه دي.
نن افغانستان دڅښاک اودکرکېلې داوبو دتامينولو لپاره له جدي ستونزوسره لاس اوګريوان دي په دې حال کې چې په هېواد کې داوبو زيرمې دومره دي چې نه يوازې په خپله کولاي شو له هغو څخه  ګټه واخلو بلکې په معقول ډول اودملي ګټو په پام کې نيولوسره ګاونډيو هېوادونو ته دهغو دصادرولو زمينه مساعده کړو. دا کار يو دقيق ، يوخيل اوسازمان  موندلي مديريت ته  اړتيالري.
دافغانستان اوبه په خپله زموږ په هېواد کې پورې اړه لري او داسې کوم نړيوال تعامل نشته چې موږ دې ته اړباسي په خپله تږي پاتې شو خو دنورو په خړوبولو مکلف و اوسو داکاريو بسترجوړولو ته اړتيالري که چېرې  زموږ په هېواد کې اوبه په سمه توګه مديريت اوتنظيم شي له شک پرته به افغانستان په بيلابيلو برخو کې په سمه توګه وده وکړي او دکار دشرايطو دبرابرولو لپاره به زمينه مساعده شي .
لوى خداى  ج  دغه هېواد ته خپل زيات نعمتونه ورکړي دي . موږ ډير سترکانونه اوداوبو زياتي زيرمې لرو خو موږ تږي او وږي په خپلو خزانو ويده يو.
بايد حالت داسې بدلون ومومي چې موږ بايد يوازې ددغې خزانې ساتوونکي ونه اوسو.
ښه به داوي له هغې څخه داستفادې لپاره چې   زموږ طبيعي اوخدايي  حق دى اقدام وکړو آن له اوبو څخه دخپلو ملي ګټو دتامينولو لپاره  دملي وسيلې په توګه کار واخلو اوپه هغو خپلې نورې روا غوښتنې اوحقوق تامين کړو.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته