ټولنه

د جوزجان بڼوالو ته دکار وسايل وويشل شول

کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ٢٥ :
په  جوزجان ولايت  کې په  ٢٤ تنو بزګرانو نن ددغه ولايت دکرنې او اوبولګولو درياست له  خوا دبڼوالۍ پرمخ تللي وسايل  او تجهيزات وويشل شول.
د جوزجان  ولايت دکرنې او اوبولګولو رئيس محمد رحمن ارغنديوال دباختر آژانس خبريال ته   وويل  ؛  ددغه ولايت   د شپږو ولسواليو  په ٢٤ تنو بڼوالو  دبڼوالۍ عصري  وسايل او تجهيزات وويشل شول.
ارغنديوال څرګنده کړه په دغو  وسايلو او تجهيزاتو کې زنبيل ، بياتي ، دسکشې ، موزې  ، د ميوو د  راټولولو مخصوص سبدونه  ، متر، رجه ، او دکار نور لوازم  شته  چې له بڼوالو سره دميوو د راټولولو ، د تاکونو دغوڅولو ، ددرملو د شيندلو او د ونو دساتنې په برخو کې مرسته کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته