فيروزکوه / د لړم ١١مه / باختر :
پينځه ويشت وسله وال طالبان تېره شپه په غور کې ووژل شول.
دغورد امنيې قوماندانۍ وياند سيمع نژاد باختراژانس ته وويل ؛ دغه وسله وال طالبان ددغه ولايت فيروز کوه ښار ته څېرمه په هوايي بريدونو او له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول .
هغه زياته کړه په دې جګړه کې اووه نور وسله وال طالبان ټپيان شول.
د غورد امنيې قوماندانۍ وياند وويل؛ په دې نښته کې د پوليسو يو سرتيرى شهيد او څلور نور ټپيان شول .
پاى ذ
1 د یوې دقیقې څخه لږ