مسکو- بي پي سي – باختر د سلواغې دمياشتې ٩
د روسيې جمهور رييس ولاديمر پوتين دبلجيم په پايتخت بروکسل کې د اروپا داتحاديې له جګپوړو مقاماتو سره وکتل.
د روسيې جمهور رييس چې ددغه هيواد او د اروپايي د اتحاديې د مشرانو په غونډه کې د گډون لپاره بروکسل ته رسيدلى دى وويل چې د اروپا د اتحاديې
له مقاماتو سره روښانه خبرې اترې کړي دي او د اوکراين مسله هم پکې طرحه شوې ده.
ولاديمر پوتين وويل : اوکراين کولاى شي د اروپا داتحاديې له هيوادونو سره خپلې اړيکې پراخې کړې خو د روسيې له نظر وړ ګمرکي اتحاديې سره همکاري ولري.
ده دغه راز وويل چې دڅو مليارد ډالري پورونو او دګاز د دبيې د کمښت په ګډون له اوکراين سره د روسيې وروستۍ مالي مرستې د اوکراين د دولت د ملاتړ په خاطر نه وې .
د اروپا دشورا رييس هرمان ون او مپوى ټينګار کړى دى د تجارتي اړيکو دپراختيا لپاره د روسيې او د اروپا داتحاديې ترمنځ ګډې اړيکې شته .
هرمان ون رومپو په اوکراين کې د غونډو او بيان د آزادۍ په ساتلو ټينګار کړى دى .
ټاکل شوې ده د روسيې دجمهور رييس او اروپايي مقاماتو خبرې دوه ورځې دوام وکړې خو څو ساعتونو ته لږې شوې دي.
د اروپا اتحاديې يو مقام وويل چې خبروته بايد فضا برابره وي.
د اوکراين له خوا له اروپايي اتحاديې سره د آزادې سوداګرۍ د موافقې له ردولو وروسته ددغه هيواد خلکو پراخې مظاهرې پيل کړې چې د خونړي تاوتريخوالي سبب شوې .
0 1 دقیقه لوستل