امنیت

په ننګرهارکې د مهاجرينو په چاروکې د ملګروملتو سازمان د کميشنرۍ په دفتر بريد وشو

کابل باختر دزمري  نهمه :
يوې ډلې يرغلګرو څو شيبې مخکې په ننګرهار ولايت کې د مهاجرينو په چاروکې د ملګرو ملتو د سازمان د کميشنرۍ په دفتر بريد وکړ .
د را رسيدلو خبرونوله مخې: لومړى يوځانمرګی يرغلګر ځان ددغه دفتر د دروازې په وړاندې وچاوه او نورو يرغلګرو له امنيتي ځواکونو سره په جګړه  لاس پورې کړ.
په ننګرهار ولايت کې د مهاجرينو په چاروکې دملګروملتو دسازمان د کميشنرۍ دفتر په جلال آباد ښارکې د ننګرهار ولايت د مهاجرينو د راستنولو چارو د رياست په انګړکې موقعيت لري .
د ننګرهار ولايت يوه امنيتي خبرځاى باختر آژانس ته وويل چې يرغلګر په ساحه کې دي او امنيتي ځواکونه هلې ځلې کوي چې هغوى له منځه يوسي .
  د مهاجرينو په چاروکې د ملګرو ملتو د سازمان د کميشنرۍ دفتر او د ننګرهار ولايت د مهاجرينو د راستنولو چارو رياست په يوه ګڼ ميشته سيمه کې موقعيت لري .
د ننګرهار مرکزي روغتون هم د پيښې سيمې ته څېرمه  موقعيت لري.
تراوسه پورې د دغې پيښې له امله د سر د احتمالي زيان په باب خبر نه دى ترلاسه شوى .
ددغې پيښې جزئيات وروسته خپريږي .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته