کابل – باختر دکب دمياشتې ١
دقندهار امنيتي مامورينو له زياتو نشه يي توکو او جنګي وسايلو سره ددوو تنو دنيولو خبر ورکړ .
له نيول شويو کسانو څخه درې سوه کيلو ګرامه چرس او په لسګونو جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
دقندهار ولايت درسنيو دفتر باخترآژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلوسره وايي چې دغو کسانو دغه نشه يي توکي او جنګي وسايل دژيړي ولسوالۍ د پاشمول په سيمه کې پټ کړي و.
تراوسه پورې روښانه نه ده چې دغه کسان له تروريستي ډلو اړيکې لري او که نه .
0 د یوې دقیقې څخه لږ