امنیت

نولس تنه ډار اچوونکي ووژل شول .

کابل باختردسلواغې نهه ويشتمه :
نولس تنه ډار اچوونکي پرون  دهېوادپه يوشمير ولايتونوکې دامنيتي ځواکونو  دګډو عملياتو په بهير کې ووژل شول .
دغه عمليات  دخلکو دسراو مال دساتنې او د ډار اچوونکو دځپلو په مقصد  دهېواد په بيلابيلو سيمو کې ترسره شول . چې په نتيجه کې  دطالبانو ديوسيمه ئيز قوماندان په ګډون  څوارلس تنه ډار اچوونکي طالبان او پنځه تنه داعشيان ووژل شول . او دوسله والو طالبانو ديوسيمه ئيز قوماندان په ګډون درې تنه ټپيان شول . او څلور تنه داعشيان ونيول شول .
دغه عمليات  دهېواددهوايي او توپچي  ځواکونو په ملاتړ  دننګرهار ، کاپيسا ،  پکتيکا ، ميدان وردګو ، روزګان ،فراه ،  فارياب  ،بغلان ، کندز ، او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته