امنیت

په لغمان کې د طالبانو د ډلې دوه تنه جګپوړي غړي ووژل شول

کابل/ باخترد سلواغې دمياشتې ٢٧نيټه                                                
د وسله والو طالبانو د ډلې دوه تنه جګپوړي غړي له خپلو درېیو تنو افرادو سره یې په لغمان ولايت کې په هوايي بريد کې ووژل شول.
په لغمان ولايت کې د طالبانو د ډلې قاضي مولوي لعل محمد او د دغې ډلې سيمه ييز  قوماندان مولوي فضل الدين کله چې د ډار اچوونکو بريدونو په سازمان ورکولو بوخت بوخت وو، په بادپښ ولسوالۍ کې پرې بريد وشو.
په دې پېښه کې درې تنه نور ډار اچوونکي هم وژل شوي دي او د طالبانو د ډلې يو سيمه ييز قوماندان وژل شوى دى.
د هېواد په ختيځ کې دملي اردو يوه يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دې هوايي بريد کې د وسله والو طالبانو د ډلې د قاضي مولوي لعل محمد او د دغې ډلې د قوماندان فضل الدين په ګډون پنځه تنه ډار اچوونکي وژل شوي او د طالبانو يو بل قوماندان ټپي شوی دی.
ده وويل:  دغه ډار اچوونکي د يولړ ډار اچوونکو بريدونو په سازمان ورکولو بوخت وو چې د پوځيانو له خوا پرې بريد وشو.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته