امنیت

د وګړنیوپاڅون کوونکو څلورتنه منسوبان په فاریاب کې شهیدان شول .

کابل باختر د وري ۲۷ مه
د فاریاب ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې پرون په امنیتي پوستې د وسله والوطالبانو د برید له امله د وګړنیو پاڅون کوونکوڅلورتنه منسوبان شهیدان او دوه تنه نور ټپیان شول .
د فاریاب ولایت د دولت اباد ولسوالۍ امنیه قوماندان سمونوال نعمت الله طوفان د باخترآزانس سیمه یېز خبریال ته وویل  چې، په دوربین لرونکو وسلوسمبال په سلګونو تنو وسله والو طالبانود امنیتي ځواکونو په پوستو برید وکړ،چې  جګړې د شپې تر دوو بجوپورې دوام وکړ.
سرچينه زياتوي چې، په دغه نښتو کې د وګړنيو پاڅون کوونکو دوو پوستو هم سقوط وکړ چې له امله يې د سیمه یېزو پولیسو د يوه قوماندان په ګډون څلورتنه شهیدان شول .ختم_ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته