ټولنه

د څه دپاسه شپږومليونو افغانيو په لګښت کرنيز لابراتوارونه جوړيږي

کابل باختر د سلواغې د مياشتې  ٧  :
د بوټو د ساتنې او قرنطين د برخې د لابراتوارونو د جوړولو کار پرون د کرنې او اوبولګولو د وزير له  خوا دکابل په بادام باغ کې پيل شو .
د باخترآژانس دخبرله  مخې : 
دکرنې او اوبو لګولو وزير اسدالله ضمير  په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت  جوړه شوې وه؛ وويل: د دغو لابراتوارونو جوړول او په پرمختللو وسايلو د هغو سمبالول به د کرنې د برخې ماهران په دې بريالي کړي چې په بيلابيلو برخو کې  خپلې ټولې علمي څيړنې، تحقيقات او آزمايښتونه دهېواد په دننه کې ترسره کړي.
دکرنې او اوبو لګولو وزير زياته کړه چې دغه لابراتوارونه د نړيوال بانک په مالي او تخنيکي مرسته د افغانستان د دولت د پرمختيايي بودجې په لګښت د کرنيزو توليداتو د عواملو د پروژې له  خوا جوړيږي .
د دغو لابراتوارونو په  جوړولو او سمبالولو څه دپاسه شپږ مليونه افغانۍ لګيږي او د جوړولو کار يې په يو کال کې بشپړيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته