سیاست

دجمهور رييس مرستيال دشهيدانو وارثانو ته دمډالونو دورکولو په وخت کې : زموږ اتلان په رښتينې توګه شهيدان دي .

کابل باختر د وږي  پنځمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دويم مرستيال قانونپوه  سروردانش نن ديولړ مراسمو په ترڅ کې دهيواد په امنيتي ارګانونوکې دهيواد دشهيدانو دسرښندنو او قربانيو په درناوي  دجلريز  دپيښې دشهيد قوماندان  محمد او دملي اردو شهيد محمد ابراهيم اعتمادي کورنيو ته چې د ١٣٩٣ کال په وروستيو وختو کې په زابل ولايت کې ديو ديرشو تنو اسيرانو د ازادۍ په لاره کې  دتروريستانوله خوا شهيد شو عالي دولتي مډالونه ورکړل .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. دجمهور رييس مرستيال  په دغو مراسمو کې وويل دافغانستان دخلکو له دښمنانوسره دمبارزې د ډګرونو رښتيني  اتلان ، زموږ ګران شهيدان دي .
ده زياته کړه دشهيدانو کورنۍ  دافغانستان په دولت اوخلکو زيات حق لري هيله لرو چې وکولاى شو دهغوى په وړاندې دخپل پور يوه برخه اداکړو .
قانونپوه سرور دانش دغه راز دملي امنيت دشورا د ١٣٩٤ کال دزمري  دمياشتې ددرې يمې نيټې  غونډې ته په اشارې سره وويل دجلريز دزره بوږ نوونکي پيښې په باب دحقيقت موندنې  دهيئت رپوټ  به په ډير لنډ ممکن وخت کې خپور شي او حکومت به لازم تصميمونه ونيسي  . 
ده ټينګار وکړ چې په ډير لنډ ممکن وخت کې به دجلريز  د پيښې دپاتې کسانو برخليک  وټاکل شي او دهيواد په امنيتي ارګانونوکې به جذب شي .
په دغو مراسمو کې دمحمد ابراهيم اعتمادي پلار علي حسين اعتمادي ته چې په زابل ولايت کې ديوديرشو تنو اسيرو هيوادوالو  دازادۍ په خاطر او دسيمه ئيزو پوليسو دقوماندان محمد کورنۍ ته  چې دجلريز  په پيښه کې شهيد شو دجمهوري رياست دعالي مقام د ١٣٩٤ کال دزمري دمياشتې دپنځه ويشتمې نيټې د ٥٤ ګڼه فرمان له مخې  عالي دولتي مډالونه ورکړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته