امنیت

وسله وال طالبانو د يو ساختماني شرکت کارکوونکي ووژل .

کابل _ باختر دمرغومي دولسمه
په هلمند ولايت کې د يو ساختماني شرکت درې تنه کارکوونکي دطالبانو له خوا ووژل شول .
دهلمند ولايت د امنيې قوماندانۍ د هماهنګى مرستيال سمونوال محمد اسمعيل هوتک باختر اژانس ته وويل: دغه کارکوونکي چې د نوزاد ولسوالۍ په کاريز سيمه کې په يو ساختماني شرکت پورې اړوند په يو ريګريشن کې په کار بوخت و؛ پرون دطالبانو له خوا وتښتول شول او وروسته ووژل شول .
د نوزاد ولسوال سيد مراد آغا وويل: دغه کارکوونکي په ناوړه توګه د چړې په ګوزار سره وژل شوي دي .
ددغو وژل شويوکسانو يو تن خپلوان وويل: طالبانو دغه کسان د دې لپاره وژلي دي چې ريګريشن ساختماني شرکت په دستګاه کې د ايساف ځواکونو ته شګه اوکريړ توليدول کار کاوه.
دغه راز ويل کيږي چې دغه کارکوونکي دسيمه ييزو طالبانو د يو قوماندان ملا اغاولي تر امر لاندې کسانو له خوا وژل شوي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته