سیاست

دجمهوري رياست د انتخاباتو د نوماندانو د موقعيت په باب د راى ورکولو په پاڼه کې پچه واچول شوه

کابل باختر د ليندي څلورمه
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون رييس وايي: د راى ورکولو د مرکزونو په وړاندې د امنيتي ګواښونو کچه ټيټه شوې ده .
  دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې: دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس ډاکتر احمديوسف نورستاني چې نن  دجمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو دنوماندانو دموقعيت دټاکنې په غونډه کې خبرې کولې؛ څرګنده کړه: هيله لرو چې د راتلونکى کال انتخابات دويم پړاو ته لاړ نه شي اوکه چيرې انتخابات دويم پړاو ته لاړ شي؛ دغه کميسيون تيارۍ لري چې د دويم پړاو انتخابات په خپل ټاکلى وخت کې ترسره کړي .
ده وويل: هغوکسانوچې دنوماندانولومړى لست ته لاره نه ده پيداکړې؛ علت يې دا دى چې په دې نه وو بريالي شوي چې د انتخاباتو دقانون معيارونه پوره کړي.
دغه راز ده څرګنده کړه: د رايو  ورکولو له دوه سوه نهه پنځوسو مرکزونوڅخه چې له لوړو امنيتي ګواښونو سره مخامخ وو؛ نهه مرکزونه يې دګواښ له لوړې کچې څخه وتلي دي او په دغو مرکزونوکې دانتخاباتو د ترسره کولو زمينه مساعده شوې ده .
  ده زياته کړه: هغه کسان چې په تيرو وختونوکې يې مثبت کارونه ترسره کړي دي؛ بيا به په دې کميسيون کې جذب شي.
دغه راز ډاکتر نورستاني د رايې ورکولو په پاڼه کې د جمهوري رياست د يو ويشتوتنو نوماندانو د موقعيت دټاکنې له پچې اچونې وروسته په رسمي ډول  اعلام وکړ چې له دې امله ډاکتر عبدالله عبدالله په لومړۍ شميره کې، داوود سلطان زوى په دويمه شمېره کې، جنرال عبدالرحيم وردګ په دريمه شمېره کې، قيوم کرزى په څلورمه شمېره کې، ډاکتر اشرف غني احمدزى په پنځمه شمېره کې، سردار محمد نادر نعيم په شپږمه شمېره کې،  ډاکتر زلمى رسول په اوومه شمېره کې، قطب الدين هلال په اتمه شمېره کې، ګل آقا شيرزوى په نهمه شمېره کې، استادعبدالرب رسول سياف په لسمه شمېره کي او هدايت امين ارسلا په يوولسمه شمېره کې خپل موقعيت پيداکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته