فرهنګ

دمحمد اشرف غني پيغام

کابل باختر د وږي څلورمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني  پيغام .
   بسم الله الرحمن الرحيم 
نحمده  و نصلي علي رسوله الکريم
  محترمو حضارو
  خوشحاله يم چې دلوى شاعر او عارف  مولاناجلال الدين محمد سيمينار په هغه ځاى کې جوړيږي چې مولانا پکې دنيا ته راغلى، ځاپورې يې کړې او دماشومتوب  کلونه يې تير کړي دي .
حضرت مولانا  نه يوازې دافغانستان بلکې دټولې اسلامي دنيا او ټول بشريت وياړ او افتخار دى. دغه سيمينار  يوښه فرصت دى چې ديوه عظيم انسان ژوند ، کارنامو اوافکارو ته يوځل بيا کتنه وکړو او دخپل وخت د ستونزو اومشکلاتو په اواري کې ورنه الهام واخلو حضرت مولانا  ديوه لوى عارف شاعر  په حيث بشريت ته داسې پيغام لري چې داوسنيو خلکو لپاره يې اهميت کم شوى نه بلکې زيات شوى دى .
دده شعر او دده فکر دوګړيواو ټولنو ترمنځ دسولې زغم او مينې له زياتيدوسره مرسته کوي او دا هغه  پيغام دى چې هميشه بايد خپور شي او هميشه يې بايد  واورو .
حضرت مولانا  چې داسلام دمبين دين له جوهر سره عميقا اشنا و، موږ ته دزغم او محبت يو عظيم فرهنګ په ميراث پريښود که څه هم نن سبا داسې ډلې پيدا شوې دي چې داسلام دملاتړ په نوم خشونت کوي او خشونت خپروي خولکه څنګه چې تاريخ شاهد دى داسلام دمبين دين درڼا له خپريدو  سره هغو کسانو واقعي مرسته وکړه چې دحضرت مولانا جلال الدين بلخي په شان  داسلام له حقيقت  سره بلد وو.همدا دمولانا غوندې صوفي بزرګان وو چې نه يوازې يې په خپلو ټولنو کې داخلاقي او معنوي ارزښتونو له خپريدو سره لويه  مرسته وکړه  بلکې نورو ټولنو ته يې هم داسلام او اسلامي تمدن درڼا په رسولو کې موثره برخه واخيسته .
زه ددې سيمينار له جوړونکو مننه کوم او توقع لرم چې راغلي پوهان به له دغه فرصته دحضرت مولانا دفکر او هنر دمعرفي کولو لپاره ښه استفاده وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته