سیاست

حامدکرزي دبشيراحمدبلور ورور او اسفنديار ولي خان ته د ډاډګيرنې او خواخوږۍ مراتب څرگند کړل

کابل  باختردمرغومي دمياشتې  ٣ :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي تېره شپه  له غلام محمدبلور او د عوامي نشل پارټي له مشر اسفنديار ولي خان سره د جلاجلا ټيلفوني اړيکو په ترڅ  کې د خيبرپښتونخوا د يو وزير بشيراحمدبلور د وژل کېدو په خاطر د خپلې ډاډگيرنې او خواخوږۍ مراتب څرگندکړل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ:
جمهور رييس د بشيراحمدبلور له ورور غلام محمدبلور سره چې  په اوس وخت کې  د اوسپنې دپټلۍ وزير دى او دغه راز د عوامي نشنل پارټي ګوند له مشر اسفنديارولي خان سره د همدردي او غمشريکي دڅرگندولوپه ترڅ کې  وويل چې د افغانستان خلک له کلونوکلونو را په دې خوا د دغه شان تروريستي بريدونو قربانيان دي او ستاسو په درد او کړاو پوهيږي.
حامدکرزي په کلکه د دغه تروريستي بريد د غندلو په ترڅ کې د ډيورند دکرښې د دواړو غاړو په مشرانو اوعالمانو بريدونه، د سيمې دخلکو پرخلاف ستره دسيسه او دهغو کسانو کار وباله چې نه غواړي د ډيورند دکرښې د دواړو غاړو خلک د سولې او امنيت په فضا کې ژوند وکړي .
جمهوررييس دبشيراحمدبلور او د دغې تروريستي بيښې د نورو قربانيانو کورنيو ته دلوى خداى  (ج) له دربارڅخه دصبر او زغم هيله وکړه.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته