کابل باخترد ثور دمياشتې ١٠ :
د مسکراتو اونشه يي توکو پرخلاف دمبارزې د استيناف محکمې د نشه يي توکو اوولس تنه قاچاق وړونکي په مجازاتو محکوم کړل.
دنشه يي توکو دجرمونو پرخلاف د مبارزې له دغو کسانوڅخه څه د پاسه څلور سوه اتيا کيلو ګرامه هيروئين، دوه ټنه اپين اويوه زياته اندازه چرس کشف اوضبط شوى دى .
دوى د ميدان وردګو، ننګرهار، هلمند، نيمروز، قندهار، تخار او د بغلان د ولايتونو اوسيدونکي دي چې له لسو څخه ترشلو کلونو پورې په بندمحکوم شوي دي.
دغه قاچاق وړونکي په داسې حال کې په مجازاتو محکوميږي چې د روان کال د وري په مياشت کې د مسکراتو او د نشه يي توکوله جرمونوسره د مبارزې د استيناف محکمې له خوا شپږ څلويښت تنه قاچاق وړونکي په مجازاتومحکوم شوى دى.
1 1 دقیقه لوستل