نړۍ

هره ورځ٥٠٠ افغان مهاجرې کورنۍ له پاکستان څخه وځي

اسلام آباد  – باختر د وږي دمياشتې ٩
د مهاجرينو په چاروکې د ملګرو ملتو د سازمان د عالي کميشنرۍ د خبرله مخې، له پاکستان څخه د افغان مهاجرينو د شړلو لپاره د دغه هېواد د مقاماتو د فشار له امله هره ورځ کابو٥٠٠ افغان کورنۍ له پاکستان څخه خپل هېوادته ستنيږي.
د ملګرو ملتو سازمان د افغان کورنيو هر غړي ته چې له پاکستان څخه خپل هېوادته ستنيږي؛ ٤٠٠ ډالره د مرستې په توګه ورکوي .
دغه راز د افغانستان حکومت هم هرې افغان کورنۍ ته چې خپل هېواد ته ستنيږي؛ د يوې ټوټې ځمکې د ورکولو په ګډون د يولړ مرستو ژمنې کړې دي .
خپل هېواد ته د افغان مهاجرينو د ستنولو د چارو د آسانه کولو لپاره د پاکستان د پيښور او کويټې په ښارونوکې دوه ځانګړي مرکزونه جوړ شوي دي او هغه کسان چې په خپله خوښه له پاکستان څخه د وتلو تصميم نيسي، دغو مرکزونو ته په ورتګ سره افغانستان ته د ستنيدو لپاره خپل غوښتنليک ثبتوي او افغانستان ته د هغوى د ليږدونې لپاره آسانتياوې برابريږي. کله چې دغه کسان د افغانستان خاورې ته رسيږي؛ د ملګرو ملتو د سازمان ٤٠٠ ډالري نغدي مرسته ترلاسه کوي.
هره ورځ د افغان کورنيو په وسايلو بار کابو ٣٠٠لارۍ او تريلرونه له پاکستان څخه افغانستان ته روانيږي.
د دغو کورنيو غړي هم په دغو موټرو سپاره او په بدو شرايطوکې خپل پلرنيو کورونو او ټاټوبو ته ستنيږي.
پاکستاني چارواکو په افغان مهاجرينو د فشار او له پاکستان څخه وتلو ته د هغوى د اړ ايستلو لپاره د افغان مهاجرينو پرخلاف سخت بنديزونه لګولي دي  او نږدې هره ورځ په بېلابېلو پلمو او نومونو د پاکستان په بېلابېلو سيموکې دګڼ شمېر افغانانو د نيول کيدو په باب په پاکستاني رسنيوکې خبرونه خپريږي.
همدا اوس کابو يو نيم مليون تنه ثبت شوي او د استوګنې او مدارکو لرونکي افغان مهاجرين په پاکستان کې ژوند کوي او کابو په همدې شمېر افغانان هم په نه ثبت شوي ډول په پاکستان کې شپې سبا کوي .
څه موده مخکې د پاکستان د سرحدي سيمو د چارو وزير عبدالقادر بلوڅ چې په دغه هېوادکې د افغان مهاجرينو موضوع ترخپل کنترول لاندې لري، د ايرنا له خبريال سره په خبروکې اعلام وکړ چې د روان ميلادي کال پاى له پاکستان څخه د وتلو لپاره د افغان مهاجرينو وروستى فرصت دى او له دغې نيټې وروسته به په پاکستان کې له ټولو افغانانو سره د غير قانوني مهاجرينو په توګه چلند وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته