امنیت

پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل – باختر د لړم دمياشتې ١٣
پنځه تنه وسله وال طالبان تېره شپه د کندز ولايت د امام صاحب ولسوالۍ په مربوطاتو کې له امنيتي ځواکونو په نښته کې ووژل شول.
د امام صاحب ولسوال امام الدين قريشي باختر آژانس ته وويل: وسله والو طالبانو د قرغان تيپې په کلي کې د سيمه ييزو پوليسو په امنيتي پوستې بريد وکړ چې د دواړو لورو ترمنځ جګړه ونښته او له امله يې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نوريې ټپيان شول.
قريشي زياته کړه: په دې نښته کې درې تنه سيمه ييز پوليسان هم ټپيان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته