امنیت

دوه تنه دنشه يي توکو دقاچاقو په تور ونيول شول

کابل  باخترد وري  دمياشتې  ٧ :
دکابل د نړيوال  هوايي ډګر سرحدي پوليسو دوه تنه چې غوښتل يې يوه اندازه  هيروئين  له هيواد څخه بهر ته وليږدوي؛ ونيول .
دباختراژانس خبريال دکابل له نړيوال هوايي دګر سردحدي پوليسو د قوماندان  جنرال جمعه عديل له خولې خبر راکړ: دوه تنه چې يويې د فراه ولايت او بل يې دنيمروز ولايت اوسيدونکى دى؛ نږدې يوکيلوګرامه هيروئين په ٩٨ کپسولونوکې ځاى پرځاى اوخوړلي وو اوغوښتل يې له يوې الوتنې څخه په استفادې سره هغه له  هيواد څخه بهر ته وليږدوي چې دکابل دنړيوال هوايي ډګر دسرحدي پوليسو له خوا وپيژندل شول او دغه توکي دهغوى له کولمو څخه و ايستل شول.
د تيرولسو ورځو په بهيرکې دا دريم ځل دى چې د کابل د هوايي ډکرسرحدي پوليس له هيواد څخه بهرته د نشه يي توکو د قاچاقومخه نيسي او عاملين يې نيسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته