امنیت

په کونړکې د طالبانو او داعشيانو ترمنځ خونړۍ جګړې زور اخستى دى

کابل باختر د لړم شپږمه :
په کونړ ولايت کې يو ځل بيا د طالبانو او داعشيانو په ډلو پورې د اړوندو کسانو ترمنځ د جګړې د ګواښونو ډګر دى . 
دغه جګړې تېره شپه  د چپې درې له ولسوالۍ څخه پيل شوه او دغه راز دوام لري .
د هېواد په ختيځ کې د ملي اردو يو جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په نويو بريدونوکې شپږ تنه دار اچوونکي ووژل شول .
ده وويل: جګړه د چپې درې ولسوالۍ په لرو پرتو سيموکې له پراختيا غوښتنې او دغه راز د هغو پيسو د ويشلو د څرنګوالي پرسر چې له خلکو څخه د عشر او زکات اخستل شوې دي، زور اخستى او دغه راز  دوام لري .
تر اوسه پورې د هېوادپه بېلابېلو سيموکې د طالبانو او داعشيانو ترمنځ جګړه نښتې دي، هغه نښتې چې په لسګونو تنو ډار اچوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
دغه راز دغه نښتې د دې سبب شوې دي چې په زرګونو کورنۍ د جګړې له وير څخه له خپلوکورونو او ټاټوبو څخه وتلو ته اړې شي .
  ختم_شکريه– اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته