خبرونهټولنه

په هرات کې سلګونو اړمنو کورنيو مرستې ترلاسه کړې

کابل/ د سلواغې ٢٨ / باختر

په هرات کې افغاني سرې میاشتې پر ۳۰۰ اړمنو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې.

د هرات د سرې مياشتې رييس مولوي فضل الرحمن فياض باختراژانس ته وويل: په مرسته کې پر هرې کورنۍ اوړه، وریجې، نخود، مکروني، بسکېټ او ژمنۍ جامې ووېشل شوې. هغه وویل چې د نړیوالو مرستو جلبولو لپاره هڅې روانې دي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته