امنیت

په خلم کې داغا خان بانک وسوځول شو .

کابل باختر د چنګاښ اوولسمه :

 دبلخ ولايت په خلم ولسوالۍ کې داغا خان دبآنک دنمايندګي درې تنه ساتوونکې تيره شپه ديوه غله له خوا ووژل شول .

 دبلخ ولايت دخلم ولسوال سيد ابرار باختراژانس ته وويل، غله دبانک ددروازې  ساتوونکي  په جارحه  وسلې سره وواژه اوبانک ته ننوت او دوه تنه نور ساتونکي يې هم ووژل .

 ابرارزياته کړه: غل په دې بريالى شو چې دبانک سل زره امريکايي ډالره لوټ کړي اوبانک ته اور واچوي .

 خبرځاى زياته کړه، دپيښې عامل له سيمې  څخه تښتيدلى دى او دبانک دساتوونکو  قوماندان دپوليسو له خوانيول شوى  دى .

 ويل کيږي چې دخلم ولسوالۍ دمزارشريف  ښار په پنځه پنځوس  کيلومتري واټن کې ده او کله نا کله دوسله والو غلاو دپيښو ډګر دى . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته