سیاست

جمهوررئیس غني له وچکالۍ او سیلاو ځپلو سره پر بېړنۍ مرستې ټینګار وکړ

کابل باختر د غبرګولي  ١٠:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني بلخ ولایت ته د خپل سفر په لومړۍ ورځ  پرون غرمه د فاریاب، جوزجان، سمنګانو، سرپل او بلخ ولایتونو د وچکالۍ او وروستیو سیلابونو له زیانمو شویو سره جلا جلا وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دغو کتنو کې د یادو ولایتونو والیانو او د زیانمن شویو کورنیو استازو خبرې وکړې او د وچکالۍ د وضعیت د څرنګوالي، په خپلو سیمو کې یې د سیلابونو د راوتلو او د هغو د زیانونو او د داخلي بېځایه شویو د وضعیت په اړه معلومات ورکړل او د حکومت  د شویو مرستو د قدردانۍ ترڅنګ یې د مرستو پر زیاتوالي ټینګار وکړ.
د فاریاب، جوزجان، سمنګانو، سرپل او بلخ ولایتونو استازو د چاڼيزو علمیاتو، د امنیتي او دفاعي ځواکونو دلا زیاتولو او سمبالولو، د ګاز له سرچینو څخه د استفادې او د بندونو، سړکونو او د ښوونځیو د ودانیو د جوړولو په برخو کې یې خپلې غوښتنې او وړاندېزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.
جمهوررئیس غني په دغو کتنو کې هغو کورنیو ته چې خپل عزیزان یې د وروستیو سیلابونو له امله له لاسه ورکړي د تسلیت او خواخوږۍ مراتب څرګند کړل، دغه راز یې د فاریاب ولایت مشرانو ته ډاډ ورکړ چې د کومانډو په ګډون هوایي او ځمکني تقویتي ځواکونه نن دې ولایت ته واستول شول او نظامي عملیات پیلېږي.
د هېواد جمهوررئیس د سیمه‎ییزو ارګانونو ادارې ته لارښوونه وکړه چې د جمهوري ریاست د چارو ادارې سره په همغږۍ دې دهيوادد شمال دولایتونو د وروستیو سیلاب ځپلو له کورنیو سره بېړنۍ مرستې وشي.
هغه زیاته کړه، دشمال ولایتونه د وچکالۍ، سیلاب، بې ځایه شويو او امنیت په برخو کې ستونزې لري چې د کرنې،اوبولګولواومالدارى اودکليودبياجوړولواوپراختيا وزارتونو د هرې ولسوالۍ د سیلابونو د اغيزو وضعیت سنجولی دی.
د هېواد جمهوررئیس وویل، د وچکالۍ موضوع اوس د حکومت په کاري لومړیتوب کې ځاى لري او په دې برخه کې ټولو زیانمو شویو سیمو ته لومړنۍ مرستې استول شوي چې کافي نه دي.
محمداشرف غني زیاته کړه، له وچکالۍ ځپلو سره به د لا ښو مرستو د تامین په خاطر  په څو اوونیو کې د بین المللي شریکانو په همکارۍ بېړني اقدامات وشي.
جمهوررئیس غني دکلیوبياجوړولواوپراختیا اود کرنې او مالدارۍ وزارتونو ته لارښونه وکړه چې د سیلابونو د مهارولو د ارزونې په خاطر دې یو پلاوی دهيواد دشمال ولایتونو ته واستوي او دغه راز دې له تفکیک وروسته د زیانمنونکو سیمو اوسېدونکي دولتي ساحو ته ولېږدول شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته