امنیت

په پروان کې دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي کچه لوړه شوې ده

کابل باختردوږي دمياشتې ٢٦ :
په پروان ولايت کې دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي دله منځه وړلو پروګرام نن پيل شو.
داپه داسې حال کې ده چې ددغه ولايت  سيمه ييز مقامات دتيرکال په پرتله دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي په سلو کې دپنځوسو دزياتوالي خبرورکوي.
دوړاندي شويو شميرونو له مخې، دروان کال په تيرو شپږومياشتو کې په پروان کې دښځو پرخلاف  اويا موارده  تاوتريخوالي ثبت شوى دى په داسې حال کې چې دغه شمير دتيرکال په لومړيو شپږو مياشتو کې پنځه ديرشو مواردو ته رسيدلى و.
دپروان ولايت دښځو دچارو درياست ددغو ارقامو له مخې په دې تاوتريخوالو کې وژنې  په بدو کې ورکول  ، وهل او ډبول اودښځو ځورول ، جسني تيري   اوله وخت څخه مخکې  ودونه شاملې دي.
دپروان ولايت دښځو دچارو رييسې شاه جهان يزدان پرست ددغه پروګرام دپيل په مراسمو کې وويل چې ددغه پروګرام ددريو مياشتو لپاره دپروان ولايت په مرکز اوولسواليو کې تطبيقيږي.
دميرمن يزدان پرست دڅرگندونوله مخې، له وګړنيو شوراګانو اودکليو له مخورو او عادى خلکوسره دغونډو جوړول  او درسنيو ، جوماتونو او ښوونځيو له لارې دپراخو تبليغاتو ترسره کول په دې پروګرام کې شامل دي.
دښځو پرخلاف  دتاوتريخوالي دله منځه وړلو پروګرام دجمهوررييس حامدکرزي له لارښوونې سره سم دافغانستان په  کچه ترسره کيږي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته