کابل باخترد جوزا دمياشتې ٧ :
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکترسيدمخدوم رهين نن ددغه وزارت له فني هيئت سره دکابل بالاحصار بېلابېلې برخې او د هغه ويجاړشوي ديوالونه وکتل.
دباخترآژانس دخبرله مخې :
ډاکتر رهين دملي راډيوټلويزيون دخبريال د پوښتنې په ځواب کې دکابل بالاحصار د تاريخچې د بيانولو په ترڅ کې په پړاويز ډول دبالاحصار دبېلابېلو برخو د ترميمولو او بيارغاونې په باب ددغه وزارت تصميم بيان کړ او ددغه لرغونې کلا د ارزښت يادونه يې وکړه.
2 د یوې دقیقې څخه لږ