امنیت

يو وسله وال طالب ووژل شو

کابل باختردلړم دمياشتې٢٩نيټه : د لغمان ولايت په مربوطاتوکې د يو ماين د چاودنې له امله يو وسله وال طالب ووژل شو . د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: درېيو تنو وسله والوطالبانو تېره شپه غوښتل يو ماين د لغمان ولايت د اليشنګ ولسوالۍ د لارې په تګلوري کې د ورانکارو عملونو د ترسره کولو په خاطر ځاى پرځاى کړي چې ماين پر دوى وچاوديد او له امله يې يو تن وسله وال طالب ووژل شو او دوه تنه نور يې تپيپان شول. د وژل شوي طالب ټوټې ټوټې شوى مړى له درېيو کلاشينکوفونو سره د امنيتي حواکونو لاسته ورغلى دى. پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته